د سور صلیب پیغامونه

 په جګړه ځپلي یا ناورینونو ځپلي سیمو کې ډیری وختونه د اړیکې او ارتباطاتو عامه لیکو کې اختلال شتون لري لکه د تلیفون لیکې او شبکې، پوستي خدمات او انټرنیټ. د سور صلیب پیغامونه مرسته کوي چې د اغیزمن شوي سیمې او د نورې نړۍ ترمینځ بیرته ارتباطات برابر کړي.

  1. پیغامونه په ټوله نړۍ کې راټولیږي.
  2. پیغامونه د ځایی داوطلبانو لخوا اخیستل کیږي او وړاندې کیږي.
  3. که لازمي وي، پیغام په لوړ غږ لوستل کیږي.
  4. که امکان ولري موږ د تلیفون یا سکایپ اړیکه برابروو.

د یوه بې پرې سازمان په حیث سور صلیب هغه جګړه ځپلي یا د ناورین سره مخ شوي سیمو ته د لاسرسي اجازه لري چې نور سازمانونه ورته د ورتګ اجازه نلري. په هرصورت، دا بې پري توب همدارنګه د دې معني لري چې پدې تړاو سخت مقررات شتون لري چې د سور صلیب پیغام کوم معلومات درلودلی شي او کوم نشي درلودلی. په یاد ولرئ چې ځینې حالاتو کې لکه کله چې د پیغام ترلاسه کونکی په توقیف کې وي، پیغامونه د ځایی ادارو او چارواکو لخوا لوستل کیږي.

د سور صلیب پیغامونه لاندې معلومات درلودلی شي:

  • شخصي یا کورنۍ پورې تړلي خبرونه؛
  • عکسونه؛
  •  په ځینې صورتونو کې رسمي اسناد.

د سور صلیب پیغام کې لاندې معلومات شتون نشي درلودلی:

  • د پیسو انتقال.
  • د سیاسي څرنګوالي خبرونه؛

د پیغام لیږلو لپاره، تاسې اړ یې لږترلږه د پیغام ترلاسه کونکي نوم او مکمل پته وپیژنئ. که تاسې دغه معلومات نلرئ، تاسې کولی شئ د موندلو غوښتنه په لاره واچوئ.

غواړئ د سور صلیب پیغام ولیږئ؟ زموږ سره اړیکه ونیسئ