د ورک خپلوانو لټون

  • په ټولنیزو رسنیو کې ستاسې د خپلوانو لټون (فیس بوک، واټس اپ، او داسې نور). کله چې لدې لارې لټون کوئ په بیلابیل لارو د خپلو خپلوانو د نومونو د املا لیکلو هڅه وکړئ.
  • د شریکو اړیکو په لټه کې شئ، ځکه چې هغوی ممکن وکولی شي د کورنۍ ورکو غړو سره اړیکه ونیسي.
  • خپل اصلي هیواد کې د خپلې کورنۍ ځایی ټولنې سره د اړیکه بیرته ټینګولو هڅه وکړئ، ځکه چې ممکن هغوی خبر اوسي چې ستاسې خپلوان چیرې دي.
  • د "مخ موندلو" ویب پاڼه کې د کورنۍ غړي ولټوئ. دا د سور صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) ویب پاڼه ده چې پدغه ویب پاڼه کې افراد کولی شي د کورنۍ د هغه غړو عکسونه او د تلیفون شمیره پریږدي چې ورک وي او دا یې لټون کوي. که تاسې غواړئ چې د خپلوانو عکسونه او تفصیلات مو پدې ویب پاڼه کې څرګند شي نو تاسې اړ یې چې موږ سره د ملاقات وخت واخلئ.
  •  د لومړۍ هڅې وروسته مه تسلیمیږئ. لږ ترلږه په میاشت کې یوځل د ټولنیزو رسنیو او د مخ موندلو ویب پاڼې چیک کولو ته دوام ورکړئ ترڅو وګورئ چې آیا کوم څه پرمختګ شوی که نه، ځکه چې هره ورځ نوې قضیې او پیغامونه راځي.

موږ تاسې سره څنګه مرسته کولی شو؟

موږ تاسې ته د کورنۍ موندلو وړیا خدمت وړاندې کوو ترڅو تاسې د خپلو خپلوانو سره بیرته اړیکه ټینګه کړئ. د راجستر کیدو لپاره، یوازې دا ساده مرحلې تعقیب کړئ:

  1. زموږ سره د ملاقات لپاره اړیکه ونیسئ.
  2. په ټاکل شوي وخت زموږ دفتر ته راشئ.
  3. موږ ته اړین معلومات راکړئ او اړوند فورمې لاسلیک کړئ.

د ملاقات وخت اخیستل