د Restoring Family Links په اړه

هر کال د جنګ، وسله وال نښتو، طبیعي ناورینونو یا مهاجرت له امله زرګونه خلک د یو بل سره اړیکې له لاسه ورکوي. د نړیوال بشري قانون له مخې هرڅوک حق لري پوهه شي چې په هغه خپلوانو یې څه شوي د کومو سره چې هغې اړیکه له لاسه ورکړې ده.

د بلجیم سور صلیب – فلانډرز لخوا د "Restoring Family Links" (د کورنۍ اړیکو بیرته پرځای کولو( خدمت تاسې سره مرسته کوي چې خپل ورک خپلوان ولټوئ او د خپلې کورنۍ غړو سره بیرته اړیکه ټینګه کړئ. موږ په ټوله نړۍ کې د سور صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) او د سور صلیب او سره میاشت نورو ټولنو سره همکاري کوو. دغه ټول نهادونه په نړۍ کې د ورکو خپلوانو موندلو لپاره خپل ځانګړی جواز او شبکه لري.

Restoring Family Links د کورنۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د بلجیم طرزالعمل په اړه هم معلومات وړاندې کوي، چې په بلجیم کې د نړیوال محافظت موقف لرونکي اشخاصو ته وړاندیز کیږي

Restoring Family Links یو وړیا خدمت دی، چې د دې لپاره موږ د سور صلیب او د سره میاشت نورو ټولنو او همدا رنګه د جګړې ساحو کې ځانګړي استازو سره همکاري کوو. ټولو غوښتنو سره محرمانه چلند کیږي، او دافرادو شخصي وضعیت اوکلتوري شالیدپه پام کې نیول کیږي. 

د Restoring Family Links لاندې مواردو کې تاسې سره مرسته کوي: